ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپورراکوې، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون چارشنبې په مازدیګر د هند له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللی دی. هغه وویل، دا سفر له مخکې پلان شوی و او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمینځ اقتصادي او سیاسي ملګرتیاوې دي.
عراقچي زیاته کړه، ایران تل له هند سره په سیمهییزو او نړیوالو موضوعګانو کې مشورې کړې، او اوس چې وضعیت ځانګړی دی، دا مشورې نور هم مهمې دي. هغه هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به د تاؤتریخوالو او بحرانونو د کمولو لپاره له زغمه کار واخلي ، ځکه سیمه سولې او اقتصادي ملګرتیا ته اړتیا لري.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له دې دوه ورځې مخکې دپاکستان اسلام اباد ته سفر کړی او ددغه هیواد د ولسمشر،لومړي وزیر او د پوځ د ستر قوماندان پشمول له لوړپوړو چارواکو سره ئې د سیمې او نړیوالو وروستیو ترینګلتیاؤ او بحرانونو او د دوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې کړې دي.
https://www.irna.ir/news/85826462